انټرنیټي خدمتونه

چټک ځای پر ځای کول، کلاووډ کور

د ګډوډ نوښت نظریه د هاغه کارکونکو له اوښکو ورهاخوا ده چې په لومړي ځل یې د بابټیل تیلیفوني غرفو له لارې له میاشتو وروسته خپلو کورنیو سره خبرې وکړې او یا د پوځ چپلین دې کور ودان وي چې ناهیلې سرتیرو ته یې دا زمینه برابره کړه تر څو خپلو میرمنو او ماشومانو سره په سکایپ خبرې وکړي. دا د عرب پسرلي څخه ورهاخوا ځي او د ظالم رژیم د سانسور خنډونه ماتوي.

تر دې دمه د ISP چلول لوې پانګې ته اړتیا درلوده چې یوازې د خورا شتمن، غښتلی سیاسي شخص یا ډير زیاتو سرچینو ته د لاسرسي شخص په برخه وه. د پیرودونکي د مدیریت سیسټمونه، د شبکې ملاتړ او د کریډیټ کارت پروسس کولو لپاره د PCI کمپلاینس سلګونو زرو ډالرو پانګونې ته اړتیا لرله او د ISP د دې اجزاوو پلي کولو لپاره تخنیکي پوهه په نه شتون حساب وه.

د بابټیل نوی مایکرو-ISP ماډل د ډیرو پیسو اړتیا او تخنیکي خنډونه له مینځه وړي ځکه موږ دا خدمتونه خپلو مایکرو - ISPs ته د میاشتني فلیټ فیس په بدل کې چې د دوی د پیرودونکو د شمیر پورې اړه لري، چمتو کوو.

د بابټل نوم د جواز په ورکولو سره، د بابټل تاریخ کې پانګه اچونه، د شبکې مدیریتي خدماتو لپاره د 'بابټل کلاوډ' کارولو او د شرکت لنډ مهاله تجهیزاتو مالي پروګرامونه چې د متحده ایالاتو حکومت لخوا تمویلیږي، برخه اخیستل، هر تخنیکي متشبث کولی شي د بابټل مایکرو-ISP شي او د ګړندي خدماتو پلي کولو لپاره د بابټل قوي او انعطاف وړ شبکې څخه ګټه پورته کړي.