شرکتي خدمات

یونایټډ مخابرات، خوځښت او خوندیتوب

بابټل د غږیز او شبکې خدماتو چمتو کونکي په توګه کار پیل کړی چې په ټول عراق کې نظامي او قراردادي شرکتونه وصلوي. په عراق کې زموږ اساسي خدمات د سیمه ایزو شرکتونو لپاره د نړیوال غږ ارتباط و. د داسې شرکتونو لومړنۍ مخابراتي اړتیاوې کارونکي ته اسانه تلیفوني سیسټمونه برابرول ول تر څو د دوی مرکزي دفترونو او ټولو بهرنیو دفترونو، ستراتیژیکو شریکانو او پیرودونکو ترمنځ اعتباري او لوړ کیفیت غږ او ډیټا ارتباطات ثابت وساتل شي. موږ د شرکتونو د عامه ټلیفونونو لپاره د نړیوال سویچنګ خدماتو چمتو کولو کې ماهر یو؛ د کور د ټیلیفون سیسټم ټولې ځانګړنې؛ د زنګونو تفصيلي راپورونه؛ او د پیرودونکو اړتیاوو پر بنسټ ټولې بڼې او اداري اپشنونو سیسټمونه شامل دي. لکه څنګه چې زموږ شرکت مخ په وده روان و او ټکنالوژي هم د پرمختګ په لور روانه وه نو موږ هم ورته حل لارې درلودلې.

د ټکنالوژۍ په اوسني دور کې هر څه د کلاووډ په اړه دي. عموما خلک ځکه کلاووډ ته ترجیح ورکوي چې کارول یې اسانه، د اندازې وړ، د لګښت اټکل او همدارنګه هر ځای کې شتون لري. که څه هم دا معتبر ټکي دي خو د ډیټا لیږد محدودیتونه، د محرمیت خطرونه او د ځانګړتیاوو د اندازې کمښت د کلاووډ ځینې کلیدي زیانونه بلل کیږي. د کلاووډ ټول خدمات د معیاري کولو او چوکاټ برابرولو په اړه دي، خو ځینې شرکتونه ځانګړی ترتیب او بدلولو ته اړتیا لري چې په چمتو شوي سیستم کې نه برابریږي. او زیاتره وختونه دا سازمانونه د څو کلن SAAS قراردادونو سره تړل کیږي چې دوی د کلني انفلاسیون لګښتونه ډیریږي او دا تر ناممکن حده رسیږي تر څو د هغوی ډیټا راوویستل شي او بل خدماتي شرکت ته یې انتقال کړي.

موږ خپلې حل لارې داسې ډیزانوو چې د دواړه خواوو ګټې پکې خوندي وي. زموږ مخابراتي سیسټمونه په محل، کلاووډ او یا هایبرډ کې ځای پرځای کیدی شي. مدیران د ټولو اړخونو ترتیبولو، ستونزو حل کولو او راپور ورکولو لپاره د کارولو اسانه ویب پورټل لري او دا د هر ځای یا هم د ځانګړي ځایونو څخه د لاسرسي وړ وي. ساحوي اجزا د موجوده ګیټ ویز یا انلاګ لاینونو سره هم یو ځای کیدی شي. نورې برخې یا ماډلونه د مختلفو کلاووډونو یا اپلیکیشنونو لکه مایکروسافټ ټیمز سره مدغم (یو ځای) کولو لپاره شتون لري. په ټوله کې زموږ حل لارې به د کلاووډ په څیر د مخابراتو خدمات (اسانه، د اندازې وړ، پراخه شتون) چمتو کړي او ورسره ساحوي ګرانولر ترتیب کولو او لوړ امنیت ګټې شاملې وي.