د محرمیت پالیسي

د اجرا نیټه: 2018 کال د اکتوبر 3 نیټه

بیبي لون مخابراتي شرکت یا .Babylon Telecommunication, Inc ("موږ"، یا "زموږ") www.babtel.net چلوي (له دې وروسته به د "خدمات" په نوم یادیږي).

په دې پاڼه کې به تاسې زموږ له خدماتو استعمال او د پیکجونو اړوند ډیټا پر مهال د شخصي معلوماتو راټولولو، استعمال او شریکولو په اړه زموږ له پالیسیو خبر شئ.

موږ ستاسې معلومات د خدماتو برابرولو او بهترۍ لپاره کاروو. د خدماتو استعمال سره تاسې موافقه کوئ چې ددې پالیسۍ په رڼا کې معلومات راټول او استعمال شي. پرته لدې چې په دې محرمیت پالیسي کې بل ډول تعریف شوي وي، پدې محرمیت پالیسۍ کې کارول شوي شرایط ورته معنی لري لکه زموږ د شرایطو او کړنلارو کې چې ذکر شوي، د لاس رسي وړ فورمه   - www.babtel.net, account.babtel.net او help.babtel.net

تعریفونه

خدمات

خدمات لکه   www.babtel.net, account.babtel.net او support.net ویب پاڼې د بیبی لون مخابراتي شرکت له لورې پر مخ وړل کیږي.

شخصي معلومات

شخصي معلومات لکه د یو ژوندي شخص په اړه معلومات چې د دې معلوماتو څخه پیژندل کیدی شي (یا د هغه او نورو معلوماتو څخه چې زموږ په ملکیت کې دي یا شاید زموږ ملکیت ته راشي).

استعمال شوې ډیټا

استعمال شوې ډیټا هغه معلومات دي چې په اتومات ډول د خدماتو کارولو یا د خدماتو زیربنا څخه رامینځته کیږي (د مثال په ډول، د یوې پاڼې د لیدنې موده).

کوکیز

کوکیز هغه کوچني فایلونه دي چې ستاسې مبایل/کمپیوټر کې ثبت وي.

ډیټا کنټرولر

د ډیټا کنټرولر هغه طبیعي یا قانوني شخص دی چې ( یوازې یا په ګډه یا د نورو خلکو سره په ګډه) هغه اهداف ټاکي د کوم لپاره چې او هر ډول شخصي معلومات پروسس کیږي یا باید پروسس شي.

د دې محرمیت پالیسۍ هدف لپاره، موږ ستاسې د شخصي معلوماتو ډیټا کنټرولر یو.

د معلوماتو پروسس کونکي (یا د خدماتو چمتو کونکي)

د ډیټا پروسیسر (یا د خدماتو چمتو کونکی) یعنې هر هغه طبیعي یا قانوني شخص چې د ډیټا کنټرولر په استازیتوب ډیټا پروسس کوي.

موږ شاید ستاسې معلومات په اغیزمنه توګه پروسس کولو لپاره د مختلفو خدماتو چمتو کونکو خدمات وکاروو.

د معلوماتو یا ډیټا فاعل (یا کارونکی)

د معلوماتو فاعل هر هغه ژوندی کس چې زموږ خدمات کاروي او دغه کس د شخصي معلوماتو فاعل ده/دی.

معلوماتو راټولول او استعمال

موږ د خدماتو د پرمختګ او نورو موخو لپاره بیلا بیل ډول معلومات راټولوو.

د راټول شویو معلوماتو ډولونه

شخصي معلومات

زموږ د خدماتو کارولو پرمهال شاید له تاسې وغواړو تر څو شخصي پیژندنې معلومات شریک کړئ تر څو تاسې سره اړیکه او پیژندلو کې مونږ سره مرسته وکړي (شخصي معلومات). شخصي پیژندنې معلوماتو کې دا لاندې شامل دي خو تر دې محدود نه دي:

* بریښنالیک ادرس
* لومړی نوم او تخلص
* ټیلیفون شمېره
* پته، ایالت، ولایت، ZIP یا پوسټل کوډ، ښار
* کوکیز او د استعمال ډیټا

شاید موږ ستاسې شخصي معلوماتو له لارې تاسې سره د خبر لیکونو، بازارموندنې یا تبلیغاتي توکو او نورو معلوماتو لپاره اړیکه ونیسو چې شاید تاسې لپاره په زړه پورې وي. تاسې کولی شئ زموږ څخه د دې اړیکو د یو یا ټولو ترلاسه کولو څخه ډډه وکړئ، د غړیتوب د ختمولو لینک یا هغه ایمیلونه چې موږ یې درلیږو د غړیتوب ختمولو لپاره لارښوونه پکې ښودل شوې وي.

د ډیټا استعمال

موږ شاید هغه معلومات هم راټول کړو چې خدماتو ته څنګه لاسرسی پیدا کوئ او استعمالوئ (د ډیټا استعمال) د ډیټا استعمال کې شاید دغه معلومات شامل وي: ستاسې د کمپیوټر انټرنیټ پروتوکول پته (د بیلګې په توګه IP ادرس)، د براوزر ډول، د براوزر نسخه/ورژن، زموږ د خدماتو پاڼې چې تاسې یې ګورئ، د لیدلو وخت او نیټه، په دې پاڼو کې مصرف شوی وخت، د وسیلې پیژندونکي او نوره تشخیصي ډیټا.

د کوکیز ډیټا تعقیبول

موږ په خدماتو کې د فعالیت تعقیبولو لپاره کوکیز او ورته تعقیبي ټیکنالوژي کاروو او موږ ځینې معلومات ځان سره ساتو.

کوکیز هغه فایلونه دي چې کوچنۍ مقدار ډیټا پکې وي چې شاید یو نامعلوم ځانګړی پیژندونکی پکې شامل وي. کوکیز ستاسو براوزر ته د ویب پاڼې څخه لیږل کیږي او ستاسو په مبایل/لیپټاپ کې زیرمه کیږي. د تعقیب نورې ټیکنالوژۍ لکه بیکنز، ټیګونه او سکریپټونه د معلوماتو راټولولو، تعقیبولو او زموږ د خدماتو ښه کولو او تحلیل لپاره استعمالیږي.

تاسې کولی شئ خپل براوزر ته لارښوونه وکړئ چې ټول کوکیز رد کړئ یا که کوکیز درلیږل کیږي چې تاسې خبر کړي. خو که چیرې مو کوکیز قبولې نه کړې نو ددې امکان شته چې زموږ د خدماتو ځینې برخو څخه کار وا نه خستلی شئ.

هغه کوکیز چې موږ یې استعمالوو لکه:

* د سیشن (مودې) کوکیز موږ د خپلو خدماتو ترسره کولو لپاره د سیشن کوکیز استعمالوو.
* ترجیحې کوکیز. موږ ستاسې د بیلا بیلو تنظیماتو او خوښې یاد ساتلو لپاره ترجیحې کوکیز استعمالوو.
* امنیتي کوکیز.  امنیتي کوکیز د امنیتي موخو لپاره کاروو.

د معلوماتو استعمال

بابیلون مخابراتي شرکت راټول شوي معلومات مختلفو موخو لپاره کاروي:

* د خپلو خدماتو چمتو کولو او ساتلو لپاره
* زموږ په خدماتو کې د بدلونونو په اړه تاسو ته خبر درکولو لپاره
* تاسې ته اجازه درکوي که غواړئ زموږ د خدماتو متقابل ځانګړتیاو کې برخه واخلئ
* د پیرودونکو د ملاتړ لپاره
* د خپلو خدماتو لا ښه کولو لپاره د تحلیل یا ارزښتناکو معلوماتو راټولولو په موخه
* زموږ د خدماتو کارولو نظارت کولو لپاره
* د تخنیکي ستونزو کشف، مخنیوی او حل کولو لپاره
* تاسې ته د نورو توکو، خدماتو او پیښو په اړه د خبرونو، ځانګړو وړاندیزونو او عمومي معلوماتو چمتو کولو لپاره چې موږ یې تاسې ته وړاندیز کوو او یا دې ته ورته چې پخوا مو پیرلي وي او یا یې په اړه معلومات تر لاسه کول غواړئ، کولی شئ ددې معلوماتو تر لاسه کولو څخه هر وخت ځان بیغمه کړئ.

د عمومي معلوماتو محافظتي مقرراتو (GDPR) لاندې د شخصي معلوماتو پروسس کولو قانوني اساس

که تاسې د اروپا د اقتصادي سیمې (EEA) څخه یاست، د بابیلون مخابراتي شرکت په دې محرمیت پالیسۍ کې بیان شوي شخصي معلوماتو راټولولو او کارولو قانوني اساس په شخصي ډیټا پورې اړه لري چې موږ یې راټولوو او یا په ځانګړي ډول چې موږ یې د استعمال لپاره راټولوو.
بابیلون مخابراتي شرکت شاید ستاسې شخصي معلومات پروسس کړي ځکه:

* موږ اړ یو چې تاسې سره قرارداد وکړو
* تاسې باید موږ ته ددې اجازه راکړئ
* پروسس کول زموږ په مشروع ګټو کې راځي او ستاسې حقونه پکې له نظره نه غورځول کیږي
* د پیسو ورکړې پروسس لپاره
د قانون رعایت لپاره

د معلوماتو ساتل

بابیلون مخابراتي شرکت به ستاسې شخصي معلومات یوازې تر هغه وخته وساتي چې د دې محرمیت پالیسۍ کې ټاکل شوي اهدافو لپاره اړین وي. موږ به ستاسې شخصي معلومات تر هغه حده وساتو او وکاروو چې زموږ د قانوني مکلفیتونو سره مطابقت کولو لپاره اړین وي (د مثال په ډول، که اړینه وي چې ستاسې معلومات د پلي کیدو قوانینو سره مطابقت کولو لپاره وساتو)، شخړې حل کړو او زموږ قانوني تړونونه او پالیسۍ پلي کړو.

بابیلون مخابراتي شرکت به د داخلي تحلیل موخو لپاره د استعمال ډیټا هم وساتي. د استعمال ډیټا عموما د لنډې مودې لپاره ساتل کیږي، پرته له دې چې دا ډیټا د امنیت پیاوړتیا یا زموږ د خدماتو فعالیت ښه کولو لپاره کارول کیږي، یا موږ په قانوني توګه مکلف یو چې دا ډیټا د اوږدې مودې لپاره وساتو.

د معلوماتو لیږد

ستاسې معلومات، د شخصي معلوماتو په ګډون، د ریاست، ولایت، هیواد یا نورو دولتي واکونو څخه بهر کمپیوټرونو ته ولیږل او وساتل شي او د هغه ځای قوانین شاید ستاسې له ایالت سره توپیر ولري.

که تاسې د متحده ایالاتو څخه بهر یاست او موږ ته د معلوماتو راکول وغواړئ، مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې موږ د شخصي معلوماتو په ګډون ډیټا متحده ایالاتو ته لیږدوو او هلته یې پروسس کوو.

د دې محرمیت پالیسۍ سره ستاسې رضایت د معلوماتو د لیږدولو سره همغږي ښودل څرګندوي.

بابیلون مخابراتي شرکت به ټول هغه اړین ګامونه پورته کړي ترڅو ستاسې ډیټا په خوندي ډول او د دې محرمیت پالیسۍ تر چتر لاندې خوندي وساتل شي او ستاسې شخصي معلومات به یو سازمان یا هیواد ته تر هغه وخته نه لیږدول کیږي تر څو هلته په کافي اندازه ډاډ او کنټرول تر لاسه شي چې په دې کې ستاسې د معلوماتو او نورو شخصي معلوماتو امنیت شامل دی.

د معلوماتو افشا کول

تجارتي معاملې

که بابیلون مخابراتي شرکت په ادغام، استملاک یا د شتمنیو په پلور کې دخیل شي، ستاسې شخصي معلومات کیدای شي ولیږدول شي. مخکې له دې چې ستاسې شخصي معلومات ولیږدول شي، تاسې ته به خبر درکړل شي او د یوې بلې محرمیت پالیسۍ تابع به شي.

د قانون پلي کولو لپاره افشا کول

په ځینو ځانګړو شرایطو کې به بابیلون مخابراتي شرکت اړ وي چې ستاسې شخصي معلومات افشا کړي، که اړتیا وي د قانون له مخې یا د عامه چارواکو لخوا د اعتباري غوښتنو په ځواب کې (د بیلګې په توګه محکمه یا دولتي اداره).

قانوني اړتیاوې

بابیلون مخابراتي شرکت شاید ستاسې شخصي معلومات په ښه باور سره افشا کړي چې دا ډول عمل ددې لاندې مواردو لپاره اړین دی:

* د قانوني مکلفیت سره سم عمل کولو لپاره
* د بابیلون مخابراتي شرکت د حقونو او ملکیتونو ساتنې او دفاع لپاره
* د خدماتو په تړاو د احتمالي غلطۍ مخنیوي یا تحقیق لپاره
* د خدماتو یا عامه کاروونکو شخصي خوندیتوب لپاره
* د قانوني مسؤلیت پر وړاندې د ساتنې لپاره

د معلوماتو امنیت

ستاسې د معلوماتو امنیت زموږ لپاره اړین دی خو په یاد ولرئ چې په انټرنیټ کې د لیږد کومه طریقه یا د بریښنایی ذخیره کولو طریقه 100٪ خوندي نه ده. که څه هم موږ هڅه کوو چې تجارتي مناسبو لارو ستاسې شخصي معلومات خوندي وساتو خو د سل سلنه خوندیتوب ضمانت نه شو کولی.

زموږ پالیسي د "تعقیب نه کړئ" سګنالونو د کالیفورنیا د انلاین خوندیتوب قانون (CalOPPA)

موږ د "تعقیب نه کړئ (DNT)" څخه ملاتړ نه کوو. "تعقیب نه کړئ" تاسې سره یو اپشن دی چې تاسې کولی شئ په خپل ویب براوزر کې یې تنظیم کړئ ترڅو ویب پاڼې ته خبر ورکړئ چې تاسو نه غواړئ تعقیب شئ.

کولی شئ د خپل ویب براوزر د اپشنونو یا د پاڼې ترتیباتوله لارې "تعقیب نه کړئ" فعال یا غیر فعال کولی شئ.

ستاسې د معلوماتو د ساتنې حقونه د عمومي معلوماتو ساتنې مقرراتو (GDPR) لاندې

که تاسې د اروپا د اقتصادي سیمې (EEA) اوسیدونکي یاست، تاسې د معلوماتو د ساتنې ځینې حقونه لرئ. د بابیلون مخابراتي شرکت موخه دا ده چې داسې مناسب ګامونه پورته کړي ترڅو تاسې خپل شخصي معلومات سم، تغیر، حذف یا محدود کړای شئ.

که غواړئ د هغه شخصي معلوماتو په اړه خبر شئ چې موږ یې ستاسې په اړه لرو او یا غواړئ چې دا معلومات زموږ له سیسټمونو څخه لرې شي، مهرباني وکړئ موږ سره اړیکه ونیسئ.

په ځینې ځانګړو حالاتو کې، تاسې د معلوماتو د ساتنې لاندې حقونه لرئ:

** هغه معلوماتو ته د لاسرسي، اپډیټ کولو یا حذف کولو حق کوم معلومات چې موږ یې ستاسې په اړه لرو.**  هرکله که شونې وي، تاسې کولی شئ په مستقیم ډول د خپل حساب/اکاونټ تنظیماتو برخه کې د خپل شخصي معلوماتو ته لاسرسي، اپډیټ کولو یا د حذف کولو غوښتنه وکړئ. که نشئ کولی دا کړنې پخپله ترسره کړئ، مهرباني وکړئ موږ سره اړیکه ونیسئ ترڅو درسره مرسته وکړو.

**د اصلاح حق.**  که چیرې ستاسې معلومات غلط یا نیمګړي وي نو ددې حق لرئ چې خپل معلومات سم کړئ.

**د اعتراض حق.** تاسې حق لرئ چې زموږ د شخصي معلوماتو پروسس کولو باندې اعتراض وکړئ.
د محدودیت حق. تاسې ددې حق لرئ چې غوښتنه وکړئ تر څو موږ ستاسې د شخصي معلوماتو پروسس محدود کړو.

** د ډیټا پورټیبیلیټي حق.** تاسې ددې حق لرئ چې تاسې ته د هغه معلوماتو یوه کاپي درکړل شي چې موږ یې ستاسې په اړه لرو، دا معلومات په جوړ شوي، د ماشین لوستلو وړ او په عام ډول کارول شوي بڼه کې درکول کیږي.

**د اجازې د بیرته اخیستلو حق.** تاسې ددې حق هم لرئ چې په هر وخت کې خپله اجازه بیرته واخلئ، په هر هغه ځای کې چې بابیلون مخابراتي شرکت ستاسې د اجازې سره ستاسې د معلوماتو د پروسس کولو باندې تکیه کوله.

لطفا په یاد ولرئ چې شاید موږ له تاسې وغواړو مخکې له دې چې ورته غوښتنو ته ځواب ووایو خپل هویت تایید کړئ.

تاسې ددې حق لرئ چې زموږ د شخصي معلوماتو راټولولو او کارولو په اړه د معلوماتو د ساتنې ادارې ته شکایت وکړئ. د نورو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د اروپا په اقتصادي سیمه (EEA) کې د خپل محلي معلوماتو محافظت ادارې سره اړیکه ونیسئ.

د خدماتو وړاندې کوونکي

موږ شاید نور شرکتونه او اشخاص ددې لپاره وګمارو ترڅو زموږ خدمات (خدمت چمتو کونکي) اسانه کړي، زموږ په استازیتوب خدمات چمتو کړي، د خدماتو اړوند خدمتونه ترسره کړي یا زموږ د خدماتو کارولو څرنګوالي تحلیل کې مرسته وکړي.

د دریمې ډلې (نور شرکتونه چې موږ لپاره کار کوي) زموږ په استازیتوب ستاسې شخصي معلوماتو ته لاسرسی لري او اړ ددې حق نه لري چې ستاسې معلومات افشا یا د نورو موخو وکاروي.

تحلیل

موږ شاید د خپلو خدماتو کارولو نظارت او تحلیل لپاره د دریمې ډلې خدماتو چمتو کونکي وګمارو.

ګوګل تحلیل

د ګوګل تحلیل یو ویب تحلیلي خدمات دي چې د ګوګل لخوا وړاندې کیږي او دنده یې د ویب پاڼې کارونکي تعقیب او راپور چمتو کوي. ګوګل زموږ د خدماتو کارولو تعقیب او څارلو لپاره راټول شوي معلومات کاروي. دا معلومات د نورو ګوګل خدماتو سره شریکیږي. ګوګل ممکن راټول شوي معلومات د خپلې اعلاناتي شبکې د اعلاناتو زمینه سازۍ او شخصي کولو لپاره ترې ګټه واخلي.

تاسې کولی شئ خپل براوزر add-on کې د ګوګل تحلیل (انالایټکس) نصبولو سره د خپل فعالیت معلومات ګوګل سره شریک نه کړئ. د Add-on اپشن کولی شي ګوګل تحلیل جاواسکرپټ (ga.js، analytics.js او dc.js) د لیدنې فعالیت په اړه د ګوګل تحلیل سره د معلوماتو شریکولو مخه ونیسي.

د ګوګل د محرمیت طرزالعملونو په اړه د نورو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د ګوګل د محرمیت شرایطو ویب پاڼې ته لاړ شئ: https://policies.google.com/privacy?hl=en

تادیات

موږ شاید د خدماتو دننه تادیه شوي محصولات او/یا خدمات چمتو کړو. په دې حالت کې موږ د تادیې پروسس کولو لپاره د دریمې ډلې خدمتونه کاروو (لکه د تادیې پروسس کونکي).

موږ ستاسې د تادیې کارت جزیات نه راټولوو او نه یې ذخیره کوو. دا معلومات په مستقیمه توګه زموږ د دریمې ډلې تادیې پروسس کونکو ته چمتو شوي او ستاسې د شخصي معلوماتو کارول د دوی د محرمیت پالیسۍ تر چتر لاندې دي. د تادیې دا پروسس کونکي د PCI-DSS لخوا ټاکل شوي معیارونو تر چتر لاندې دي او د PCI امنیتي معیارونو شورا لخوا اداره کیږي. دا شورا د سترو برانډونو لکه ویزا کارټ، ماسټر کارټ، امیریکن اکسپرس او ډیسکور د یو ځای هڅو لخوا رامنځته شوې. د PCI-DSS اړتیاوې د تادیې (راکړې ورکړې) معلوماتو خوندي اداره کولو کې مرسته کوي.

د تادیې هغه پروسس کونکي چې موږ ورسره کار کوو:

Authorize.net

ددوی د محرمیت پالیسي په دې ویب پاڼه کې کتلی شئ https://www.authorize.net/company/privacy/

د نورو ویب پاڼو لینکونه

زموږ خدماتو کې ممکن د نورو ویب پاڼو لینکونه موجود وي چې زموږ لخوا نه چلیږي. که تاسې د دریمې ډلې ویب پاڼې لینک کلیک وکړئ، نو د دریمې ډلې ویب پاڼې ته به ننوځئ. موږ تاسې ته په کلکه دا مشوره درکوو چې د هرې ویب پاڼې لیدو پر مهال د هغوی د محرمیت پالیسي حتمن وګورئ.

موږ د دریمې ډلې ویب پاڼو یا د خدماتو په منځپانګې، محرمیت پالیسیو یا عملونو باندې هیڅ ډول کنټرول نلرو او هیڅ مسولیت پر غاړه نه اخلو.

د دوراني بریښنالیکونو لیږلو لپاره

د بریښنالیک ادرس چې د کارونکي د ارډر پروسس کولو لپاره استعمالیږي، یواځې د همغې ارډر اړوند معلومات او اپډيټ لپاره به کارول کیږي. که کارونکی وغواړي زموږ د بریښنالیک لیست کې ځان شامل کړي نو دوی به د شرکت خبرونه، تازه معلومات، اړوند محصول یا د خدماتو معلومات او داسې نور د بریښنالیک له لارې تر لاسه کوي. استعمالونکی کولی شي هر وخت د راتلونکي بریښنالیکونو ترلاسه کولو څخه غړیتوب لغوه کړي، موږ د هر بریښنالیک په پای کې د غړیتوب ختمولو تفصيلي لارښوونې شاملوو یا استعمالونکی کولی شي د ویب پاڼې له لارې موږ سره اړیکه ونیسي.

د ماشومانو محرمیت

زموږ خدمات د 18 کلونو څخه کم عمر (ماشومان) ته نه راجع کیږي.

موږ په قصدي توګه د 18 کالو څخه کم عمره څخه د شخصي پیژندلو معلومات نه راټولوو. که تاسې مور او پلار یا سرپرست یاست او تاسې په دې خبر شوئ چې ستاسې ماشوم موږ ته شخصي معلومات چمتو کړي، مهرباني وکړئ موږ سره اړیکه ونیسئ. که موږ پوه شو چې موږ د والدینو له اجازې پرته د ماشومانو شخصي معلومات راټول کړي، موږ د خپلو سرورونو څخه د دې معلوماتو د لرې کولو لپاره ګامونه پورته کوو.

په دې محرمیت پالیسۍ کې بدلونونه

موږ شاید وخت په وخت د محرمیت پالیسي اپډيټ(تازه) کړو. که چیرې په دې محرمیت پالیسۍ کې هر ډول بدلون رامنځته کیږي نو حتمن به تاسې ته خبر درکوو.

مخکې له دې چې بدلون رامنځته شي، موږ به تاسې ته د بریښنالیک او/یا زموږ په خدماتو کې د پام وړ خبرتیا له لارې خبر درکړو او د دې محرمیت پالیسۍ په سر کې "د اجرا نیټه" اپډيټ کړو.

تاسې ته مشوره درکوو چې د هر ډول بدلونونو پر مهال ددې محرمیت پالیسۍ څخه بیاکتنه وکړئ. کله چې بدلونونه په ویب پاڼه کې څرګند شول نو دا بدلونونه محرمیت پالیسۍ کې د تطبیق وړ دي.

موږ سره اړیکه

که ددې محرمیت پالیسۍ په اړه هر ډول پوښتنه لرئ، مهرباني وکړئ موږ سره اړیکه ونیسئ:

د بریښنالیک له لارې: info@babtel.net
د ټيلیفون له لارې: 5435-610-866
https://help.babtel.net

د بابټیل، قطر کې د متحده ایالاتو هوایي هډه
العدید هوایي هډه
10086 نمبر ودانۍ، د ایتلاف کمپاونډ
APO AE 09309

دا سند په وروستی ځل د 2021 کال د میې میاشت کې اپډیټ یا تازه شوی