زموږ په اړه

بابټیل د مخابراتي خدماتو برابرونکی شرکت دی چې په منځني ختیځ او افریقا کې په هغه خدماتو تمرکز کوي چې تر ټولو لږ کار ورته شوی وي. موږ په 2004 کې په بغداد کې د Wimax په نوم فعالیت پیل کړ چې له لارې مو محلي اقتصاد امنیتي قراردادیانو او دولتي ادارو ته خدمات وړاندې کول.

د 2008 کال په پیل کې بابټل د متحده ایالاتو او عراق اجازه ترلاسه کړه تر څو خپل خدمات د بلاد په مشترکه هډې (JBB) چې په سیمه کې د امریکا تر ټولو ستر نظامي هوایي ډګر دی، پیل کړي. دا خدمات د 2008 کال په جولای کې پیل او د 2011 کال په سپټمبر کې د متحده ایالاتو د ځواکونو له وتلو دمخه په عراق کې تر 16 نورو نظامي تاسیساتو کې یې خدمات وړاندې کړل. دا شرکت اوس مهال په قطر کې د السیلیه کمپ (CAS) او العدید هوایي هډه (AUAB) کې انټرنیټي خدمات چمتو کوي.

په عمده ډول موږ دوه له ډوله خدماتو له لارې نړیوال غږیز ارتباط وړاندې کوو: د منځني ختیځ او نړیوالو کمپنیو، دولتي ادارو او نورو خدماتو چمتو کونکو ته د تصدۍ (شرکتي) ټلیفوني خدمتونه او د متحده ایالاتو په نظامي هډو کې د قراردادیانو کارکونکو (د دریم هیواد اتباع یا TCNs) ته چې د هډې په کمپ کې اوسیدل، د سیکې پرته ټیلیفوني غرفو خدمتونه وړاندې کوو. زموږ لومړنۍ هڅې دا وې چې هغه ستونزمنې خلا ګانې ډکې کړو چې د مخابراتو په ګران بیه مارکیټ کې د نړیوال مخابراتي خدمتونو لپاره په عراق کې له موجوده قراردادیانو سره درلودې. دا ددې لامل شوه چې په عراق د بهرنیو چارو وزارت او په قطر کې د متحده ایالاتو نظامي هډو سره مو دوامداره کارونه پیل کړل.

د 2004 کال په سپټمبر کې له تاسیس کیدو سره سم مو په ټول عراق کې فعالیت پیل کړ. زموږ لومړنی پیرودونکی اجیلیټي لوجیستیک (پخوانی نوم یې PWC لوجستیک، Agility) و چې مونږ ورته د 40- ټیلیفوني غږیز انټرنیټي پروټوکول (VoIP) شبکه جوړه کړه. له دې سیستم سره یې په عراق کې 24 لرې پراته ساحوي دفترونه د کویټ مرکزي دفتر سره وصل شول. له هغه وخت راهیسې مو خپل خدمات تر 20 شرکتونو ته وړاندې کړي دي.

د 2005 کال په جون کې د هغه قراردادیانو لپاره چې په نظامي هډو کې یې کار کاوه او د ټیټ لګښت اغیزمن ټیلیفوني خدمتونه تقاضا ډیره وه، مونږ دا تقاضا درک کړه او پریکړه مو وکړه چې د سیکې پرته ټیلیفوني غرفې رامنځته کړو تر څو د اضافي نغدو پیسو سرچینې خوندي کړو. دا مهال موږ د 15000 امریکایی پوځي او هوایی سرتیرو لپاره د 1 جي بي او 10 جي بي بیکبون فایبري شبکو څخه کار اخلو تر څو سرتیرو ته دا اسانتیا برابره کړو چې خپلو کورنیو سره اړیکه کې اووسي. د روانو ناکراریو سربیره موږ خپلې سوداګرۍ ته د پراختیا په حال کې یو.

د 2014 کال د فبروري میاشت په 19 نیټه مو د پوځ او هوایی ځواک د تبادلې خدماتو (AAFES) سره پنځه کلن تړون لاسلیک کړ تر څو د قطر په السلیه کمپ کې سرتیرو او قراردادیانو ته د انټرنیټ خدمات چمتو کړو او وروسته د 2014 کال د اکتوبر په 20 نیټه مو همدا قرارداد د العدید کمپ ته هم وغځوو. زموږ خدمات د 15000 څخه زیاتو نظامي او ملکي پرسونل ته د وایفای او وایفای اتصالونو له لارې سایبر خوندي VoIP تلیفوني او انټرنیټي خدمتونه په داسې لګښت وړاندې کوو چې د محلي اقتصاد سره پرتله کیدای شی او همدا راز د خپلو سرتیرو د محرمیت لپاره مو خوندي امنیتي سیستم په کار اچولی. د بابټل د فعالیتونو 10٪ ناخالصه عاید د خپلو ګمارل شویو سرتیرو د مورال او هوساینې لپاره د متحده ایالاتو پوځ ته بیرته ورکوو.

د 2004 راهیسې بابټل د متحده ایاالتو نظامي قراردادیانو او سرتیرو لپاره چې په بهر کې په خدمت بوخت دي، د باور وړ او خوندي ارتباطاتو خدمات وړاندې کوو. که په بغداد ښار کې د VoIP، انټرنیټ، په لومړي ځل د WiMAX شبکې ځای پرځای کول، یا په افغانستان کې د Microwave Line of Site لینکونه نصبول وي، موږ د یو عصري تخنیکي سیستم له لارې په بریالیتوب تر سره کړي چې په دې کې د اوږد واټن وایفای ټیلفوني او ډیټا پلونه، مجازی PBXs او VoIP ټیلیفونونه شامل دي چې له لارې يې زموږ پیرودونکي زموږ د فلاډیلفیا NOC کې د یوې واحدې دروازې له لارې د خدماتو، امنیت او محرمیت لوړ کیفیت سره له نورې نړۍ سره نښلوي. که څه هم موږ اوس هم په مخابراتي بازارونو کې نړیوالې مخابراتي شبکې ته د لاسرسي لپاره VSATs کاروو خو د پیرودونکو د محرمیت ساتلو لپاره زموږ ژمنې پر ځای دي او سربېره پر دې د بابټل د پیرودونکو د ملاتړ څانګه خپلو پیریدونکو لپاره پرته د اضافي سرمایه ګذارۍ لګښتونو لکه د نیټورک زیربنایي لګښتونه یا هم د کارمندانو استخدام، ساتنې او د تخنیکي کارکونکو لګښتونو، خدمات وړاندې کوي.

موږ اوس مهال په افریقا کې د ساري ناروغیو له منځه وړو لپاره د لمریزې بریښنا او هایدروپونیک کرنې سره د ګړندي پلي کیدو وړ مخابراتي سیسټمونو د ادغام لپاره کار کوو.

موږ کار کوو له

partners-globecomm
partners-exchange
partners-vodafone
partners-jurassic-tech
partners-cisco-meraki
partners-digium
partners-blue-coat
partners-aruba

اداري ټیم

ډونالډ زلخا

د بورډ مشر

ښاغلی ډونالډ اي زلخا د ساینس وینچر پارټنرز L.P یو شریک بنسټ ایښودونکی او اداري شریک دی. ښاغلی زلخا د فنډ راټولولو، د پورټ فولیو پراختیا، د راکړې ورکړې تحلیل او اجرا کولو، د SVP I لپاره د پورټ فولیو مدیریتونو سره د څارنې او تعامل لپاره د مشرتابه او ستراتیژیک لارښود چمتو کولو مسولیت پر غاړه لري. ښاغلی زلخه د 28 کلونو څخه زیات د پانګونې او سوداګریز بانکدارۍ په برخه کې تجربه لري. هغه د ساینس کیپیتل منجمنټ شرکت کې مدیریتي شریک و. هغه د زلخا او شرکت تاسیس کړ او د هغې په ټولو پانګوونو کې ښکیل وو.

ښاغلی زلخا په 1986 کې د زلخا اینډ کمپني له بنسټ ایښودلو دمخه له 1982 څخه تر 1986 کال پورې په جیمز ډي وولفنسون شرکت کې پنځه کاله د یو ځای کولو او استملاک څخه نیولې تر پانګې اچونې فنډ عمومي شریک په حیث دنده تر سره کړې وه. له ولفنسون سره د یوځای کیدو دمخه، ښاغلي زلخا په 1973 کې د مورګان تضمین ټرسټ شرکت کې کار پیل کړی و چیرې چې هغه په برازیل، فرانسه او جرمني کې دندې تر سره کړې، په پای کې یې په لندن کې د بانک د ادغام او استملاک څانګې مسولیت په غاړه واخیست. هغه د نیو کولټ هولډینګ کارپوریشن رییس په توګه دنده ترسره کوي.

ښاغلی زلخا د 1993 راهیسې د بریښنایي الاتو پرچون پلور سیسټم نړیوال شرکت رییس دی. هغه د ویسلیان پوهنتون د رییسانو بورډ د غړي په توګه دنده ترسره کوي. ښاغلي زلخا د پرمختللو متقابلو سیسټمونو شرکت د رییس په توګه دنده ترسره کړې. هغه په 1973 کال کې د ویسلیان پوهنتون څخه اقتصاد په برخه کې ډیګري ترلاسه کړه، په دې پوهنتون کې هغه اقتصاد، فلسفه او تاریخ لوستي دي.

کریسټوفر کټرانس

اجراییه رییس

کریس یو تجربه لرونکی متشبث دی. هغه په 1979 کې نړیوال سوداګریز شرکت جوړ کړ چې د ګودامونو، باروړلو، سټلایټ مخابرات او ساختماني انجینرۍ په برخه کې چې په اروپا، اسیا او افریقا کې یې فعالیت درلود، خپل مسلک پیل کړ.

کریس بهرني هیوادونو کې 20 کاله تیرولو وروسته په 1995 کې بیرته امریکا ته ستون شو او د سکای وی پارټنرز کمپنۍ يې جوړه کړه. په د متحده ایالاتو کې په لومړي ځل د درې اړخیزه بیلډینګ سنټریک داخلي تبادلې کیریر شبکه وه چې په نیو جرسي او پنسلوانیا کې د اپارتماني ټولنې خدمت کاوه او بالاخره په سیمه کې د یو لوی مالکینو لخوا ونیول شو.

2001 څخه تر 2003 کال پورې د سبسکرایبر شبکې مالک او چلونکی پاتې شو. دا شبکه یوه مخکینۍ اپلیکیشن خدماتو وړاندې کونکې وه چې د بیلا بیلو مسکوني واحدونو (MDUs) جایدادونو مالکانو به د خپل غږ، ویډیو او ډیټا شبکې چلولې. کرس په 2003 کې عراق ته د نوي تجارت په لټه سفر وکړ او په لنډه موده کې یې بابټل یو شرکت چې AAFES سره یې د متحده ایالاتو یو د سترو نظامي تاسیساتو کې د IP شبکې په جوړولو قرارداد وکړ. کریس تر 2008 کال پورې د امریکايي ځواکونو تر وتلو پورې دغه شبکه اداره کوله. په عراق کې د کریس فعالیتونه په وال سټریټ ژورنال، نیویارک پوسټ کې ذکر شوي او هغه د امریکا غږ راډیو شبکه کې ښودل شوی.

کریس له 2012 څخه تر 2014 کلونو کې په افغانستان کې د څو شرکتونو لپاره د مشاور په حیث په خپلواکه توګه کار تر سره کړ. د هغه وخت په موده کې یې د کلاوډ میشته شبکې خدماتو لپاره د نویو سوداګریزو اپلیکیشنونو مینو هم رامینځته کړه، کوم چې بابټل د قطر په CAS او AUAB اډو کې نصب کړي دي.
کریس د بابټیل لوی عملیاتي مشر په حیث پاتې شو، په داسې حال کې چې خپل وخت یې د قطر او متحده ایالاتو ترمنځ 50/50 ویشلی و. کریس په 1978 کې د سیراکوز پوهنتون څخه د نړیوالې سوداګرۍ او صادراتو بازارموندنې برخه کې BS ډیګري ترلاسه کړې.

میګن جاسنټن

کنټرولره

میګن جانسټن د کالج پر مهال د بانک آف امریکا کریډیټ ډیپارټمنټ کې خپله مالي دنده پیل کړه. هغې عمومي مطالعاتو کې خپله ډیګرې اخیستې او مالي برخه کې يې هم درس ویلو وروسته موږ سره کار پیل کړ. د زده کړې او تجربې سربیره هغه د محاسبې ډیری سافټویرونو تصدیقونه او د پلټنې (اډیټ) روزنه تر لاسه کړې.

د میګن د مالي تجربې پر بنسټ هغه د مخابراتي شرکت لپاره د عملیاتو مدیره شوه او د ټولو مالي او عملیاتو مشري پر غاړه دي. هغې د مخابراتو شرکت کې دنده پریښوده تر څو په عامه سوداګریزې رسنۍ شرکت کې د عملیاتي رییسې په توګه دنده پیل کړي. کله چې میګن د رییسې په توګه دنده تر سره کوله هغې د شرکت مالي او عملیاتي کارونه پر مخ وړل چې په دې کې ټول مالي راپورونه او پلټنې (اډټس) چې عامه شرکتونو لپاره اړین ول، تر سره کول. میګن د میډیا شرکت سره کار کولو وروسته اته کاله د څو میلون ډالري تجارت کې د مالي مشاورې په توګه دنده تر سره کړه.
میګن د خپل میړه، لور او دوه سپیانو سره د پنسلوانیا کینټ سکویر کې ژوند کوي.

پیټر کټرانس

وي پي ټکنالوژي

ښاغلی کټرانیس د شبکې او د خدماتو د جوړښت مسول دی. په دې وروستیو کې هغه د العدید هوایی اډې، USAF او السلیه کمپ، د متحده ایالاتو د پوځ سوداګریزې انټرنیټي شبکې د ډیزاین مشري کوله چې دا دواړه د قطر دوحې ښار څخه بهر موقعیت لري.

ښاغلي کاټرانیس د برانډيواین ټیکنالوژۍ شریکانو لپاره د له 2012 څخه تر 2014 کلونو په اوږدو کې د شبکې د مشر انجینر په حیث دنده تر سره کړې. ښاغلي کاټرانیس د شبکې د زیربناوو اړوند ډیزاین، پلي کولو، ستونزو حل کولو او همدارنګه د مدیریتي خدماتو پیرودونکو لپاره د داخلي او روانو شبکو مدیریت په اړه د مشورتي رول په حیث کار کړی.

هغه په 2005 کال کې د لبنان په سیمه ایز دفتر کې د بابټل لپاره کار کاوه. د عراق د جګړې په موده کې هغه له 16 څخه ډیرو هډو کې د VSAT شبکې نصب کړي او د متحده ایالاتو هوایي ځواک په LSA اناکونډا کې یې د بابټل ټیلوس کورپس WLAN د جوړولو څارنه کوله.

له 2008 څخه تر 2011 کال پورې هغه د بلاد ګډه هډه (جواینټ بیس بلاد) کې د ISP قرارداد لپاره د شبکې مخکښ انجینر په توګه دنده ترسره کوله. هغه په عراق کې د یوې لویې اډې یانې 40,000 سرتیرو او قراردادیانو لپاره د شبکې ډیزاین او عملیاتو رهبري کوله.

ښاغلی کاټرانیس د CCNP ،CCDP ،CNA-Voice، ITIL ،VSP او VTSP تصدیقونه لري.