زموږ هسته

د بابټل مایکرو ISP پروګرام شخصي کاروبارۍ انرژۍ څخه په ګټه اخیستنې د تخنیکي پوهې او مالي مرستې سره نوي بازار ته د غږیز او ویډیوي مواد راوړي. دا پروګرام شخصي کاروباریانو ته فرصتونه ورکوي چې د IP ټیکنالوژي د تعلیم او طبي موسسو کې ویډیو کنفرانس کولو، د کلتوري پوهاوي لپاره د ټولنیزو شبکو وده کولو، کوچنیو شرکتونو، مالي او تعلیمي ادارو کې د LAN/WAN شبکې ځای په ځای کولو او همدا راز دولتي او غیر دولتي سازمانونو لپاره معرفي کړي.

AAA

د بابټیل اجازه، تصدیق او محاسبوي (AAA) خدمات د ISP بلینګ خدماتو لپاره یو خوندي بیکینډ چمتو کوي. د AAA کور یو انعطاف پذیر، خوندي او د اصلاح وړ انلاین انټرفیس چمتو کوي چې د بابټل د ملاتړ خدماتو او انلاین بیلینګ فعالیت سره په بشپړ ډول مدغم شوی.

VoIP

بابټل د 2004 کال کې د فعالیت پیلولو راهیسې د VoIP خدمات وړاندې کوي. دا شرکت د VoIP برخه کې له 8 کلونو ډيره تجربه لري چې ددې تجربې له کبله یې د چټک پلي کیدو وړ پلیټ فارم کې پرمختګ کړی او په اسانۍ د ISP اوسني خدماتو پر ځای ISP شبکې د نوي سیسټمونو سره نصبوي. دا شرکت د تصدیق شوي نرم افزار(هارډویر) خدمات، د ډیټا یو ځای کول او غږیز بیلینګ او همدا راز د VoIP پرته کارونکو ته د الی چمتو کولو پلیټ فارم خدمات په مخکې ورکړې (پري پيډ) او وروسته ورکړې (پوسټ پیډ) دواړه اسانتیاوو سره برابروي.

IPTV

بابټل په مایکروISP شبکو کې دننه د IPTV او VoD خدماتي موخو لپاره د ډیجیټل منځپانګې جواز حقونه د راټولولو پروسه خوندي کوي. د مخابراتو په نړۍ کې د کارونکي بینډویډت مصرف راټیټول خورا د پام وړ دی ځکه د بیک هال ارتباط لپاره په غریزه سیمه کې د بینډویډت انتقال د فایبر له لارې او همدا راز د سټلایټ ټکنالوژۍ لپاره د IP لګښت خورا قیمته تمامیږي. د بابټل IPTV خدمات خپلو اپریټرانو ته د هغوی د پیرودونکو لپاره د توزیعي نقطو او همدا ډول د VOD/IPTV پلیټ فارم ګټې هم برابروي.

د مرکزي شبکې څارنه

د بابټیل د متحده ایالاتو د شبکې تاسیسات د خپلو اړوندو شبکو د لرې پرتو SNMP څارنې لپاره خوندي چاپیریال چمتو کوي. د VPN ټیکنالوژۍ په کارولو سره بابټیل خپلې اړونده شبکو لپاره خوندي، د شرکت په درجه د شبکې نظارت او ځواب پلیټ فارم سره یو ځای دواړه عملیاتي لګښتونه او د بشري سرچینو اړتیاوې خورا کموي.

ټایر 3 تخنیکي ملاتړ

بابټیل د خپلو ټولو وابسته شرکتونو لپاره یو متحد د ملاتړ زیربنا برابروي. بابټل د محلي شبکې په کچه د ساحې تخنیکانو لپاره د روزنې پروګرام برابروي تر څو دوی ته په موجوده وابسته شبکو کې د 60-30 ورځو په موده کې ساحوي روزنه ورکړي. د پیچیده تخنیکي مسلو لپاره دا شرکت په متحده ایالاتو کې د ټیلیفون مرکز (کال سنټر) او د شبکې غبرګون ټیم لري ترڅو پیچلي تخنیکي او عملیاتي ستونزې حل کړي.

د PCI موافق او متحد بیلینګ (راکړې ورکړې)

د بابټیل کلاووډ خدماتو په منځ کې د PCI تر چتر لاندې د بلینګ خدمات دي. د بلینګ خدمات انعطاف پذیر بلینګ ځانګړتیاو سره یو قوي مدغم تخنیکي خدمات برابروي چې کولی شي د وابسته خدماتو د هرې کچې اړتیاوې پوره کړي او د یو متحد برانډ شتون ساتلو پرمهال د کاروونکو لپاره غښتلی انلاین انټرفیس وړاندې کړي. دا سیسټم انلاین تادیې پروسس کوي، د بابټل برانډ شوی آنلاین پلیټ فارم د انفرادي وابسته کونکو لپاره د هغوی په خوښه خدمات، یو متحد ملاتړ انټرفیس او د لیرې ساحو د هارډویر خدمات وړاندې کوي.